هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۲۰:۳۱
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خواجه بابا او سیلاني اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سیلاني اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٥ منډو هدف وټاکه. خواجه بابا لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په لېندۍ کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د چهل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ فوټبال حوزه کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د خالد نورزي په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په سرې کلا فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS