هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ پال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ناوې ځوانانو لوبډلې له خپل ٢٠٤ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۵۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې عزیزي اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
