هلمند؛ ناوې ولسوالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۷
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په خلچ سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ د عزيزي اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عزيزي اتحاد او ناصرانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ناصرانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې عزيزي اتحاد لوبډلې ياد هدف په ۷م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالمې بوختيا او هڅونې په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۷:۱
Background image

د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري

د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون لري.

له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS