هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د فیض روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې فیض روحاني لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر خپلې سیالې مرکزي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ١١ ورځې یې دوام وکړ.
