هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې نادعلي ساتونکو لوبډلې له خپل ۱۲۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د نهو منډو په توپیر یې خپلې سیالې سید آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
