هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۰
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عابد ياران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې عابد ياران لوبډلې د ٢/١ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لعل محمد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صبغت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر ځغلونې نندارې وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موټر ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر ځغلونې نندارې وشوې.

یادې نندارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

BACK TO NEWS