هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ لوري د ياد ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۸ الف فوټبال لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۴ کال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې امیري لوبډلې خپلې سيالې لوی باغ لوبډلې ته د ۱/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ۲۰۲۵ کال فوټبال غوره ليګ ته د غوره لوبډلې موندل و، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ.