هلمند؛ موسی قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۲۱:۲۵
هلمند؛ موسی قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ د احمدي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د احمدي او امین جان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې احمدي لوبډلې د ۲/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې امین جان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS