هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې له دوو کلبونو د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د باور کلب ورزشکارانو لومړی او پوپل کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
