هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۰:۴۹
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت او پوپل او ورونو خدماتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څلور ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د هلمند، کندهار، ارزګان او غزني ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه کې یې هلمند لوبډلې د څلور پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې ارزګان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د جنوب لویديځ زون په کچه د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS