هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې له شپږو کلبونو د ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې لس تنه د هلمند ولایت د جمناستیک ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
