هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱۹
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار په بولان حوزه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د رحمت کاکړ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د رحمت کاکړ او ناصر ارمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه رحمت کاکړ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ١٤ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢٢٠ منډو هدف وټاکه. ناصر ارمان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١٥٦ منډې وکړې او د ٦٣ منډو په توپیر یې سیالۍ وبایلله.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې ١٤ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS