هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۹
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بُست آریا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې بُست آریا لوبډلې خپلې سيالې اعظيمي لوبډلې ته د ۲ پر يو ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرولو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۶
Background image

خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو. . .

BACK TO NEWS