هلمند؛ سنگين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
هلمند؛ سنگين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سنگين ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ۱۴م پړاو اختريزې سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د سنگين اتلانو او زمين داور اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه زمين داور اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سنگين اتلانو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اتو ویکټو په توپیر وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS