هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سنګین اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سنګین اتلانو لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ولي افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ١١ ورځې یې دوام وکړ.
