هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه لوبې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۰:۴۶
هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه لوبې ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام، نن شپه دوې سیالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالۍ کې د آزاد کرکټ او یاران لوبډلې د سیالۍ لپاره میدان ته ښکته شوې، په پیل کې د آزاد کرکټ لوبډلې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۲۳ منډې هدف کېښود، بل پلو د یادې سیالۍ په دویمه نیمایي کې یاران لوبډلې یاد هدف ته په نهم اور کې ځان ورساوه او سیالې لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د دغې سیالي غوره لوبغاړی احسان الله محسن و، چې په ۱۵ بالونو سره یې نیمه سلیزه جوړه کړه.

همداراز دویمه لوبه د پارکر او کلیوال زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه پارکر لوبډلې پیل کړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې جوړې کړې، بل پلو کلیوال زلمي لوبډلې دغه هدف ته د پنځم اور په درېیم بال ځان ورساوه او سیالې لوبډلې ته یې په ۹ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی شاه محمد و چې په ۲۳ توپونو باندې یې ۹۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

باید یادونه وشي، چې دغه سیالۍ د هلمند ولایت په غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي کې د روژې میاشتې په مناسب پیل شوي او تر راتلونکي کوچني اختر پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS