هلمند؛ د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درېیم پړاو رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۳۷
هلمند؛ د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درېیم پړاو رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت مرکز لښکر ګاه ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درېیم پړاو سیالۍ د قیس غني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د قیس غني او پیکان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې قیس غني لوبډلې د ١٣/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې پیکان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS