هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۷
هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د "اتحاد جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د سالار سیلاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې سالار سیلاب لوبډلې خپلې سيالې مرکزي ځوانانو لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه وشوې او درې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۳
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS