هلمند؛ بنادر ځوانانو لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۴۲
هلمند؛ بنادر ځوانانو لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۴ فوټبال غوره ليگ سيالۍ، چې پنځه مياشتې مخکې پيل شوې وې د بنادر ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بنادر ځوانانو او زرغون لکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې زرغون لکي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه، خو بنادر ځوانانو لوبډلې د ۴۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، زرغون لکي لوبډلې د ۴۴ نمرو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام خپل کړ.

د دغو سياليو غوره لوبغاړی محمد حسن اماني، غوره گول وهونکی عزت الله او غوره گول ساتونکی بيا عزت ذاهد ونومول شول.

د ويلو ده، چې په دغو سياليو کې د یوولس اتلانو، حاجي درويش او هزار جفت مرکزي لوبډلو د کمو نمرو سره الف ليگ ته شاتگ وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS