هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ب.د.ري او افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ب.د.ري لوبډلې د ٣/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
يادې سیالۍ د فوټبال لوبې ته ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.