هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بارکزي اتلانو لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې راشد ارمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
