هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۵۵
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د همت ځوانانو او خپلواک ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه همت ځوانانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ١٤ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٠ منډو هدف کېښود، د‌ لوبې په دويمه پاڼۍ کې خپلواک ځوانانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ١٦٥منډې وکړې او په ۲۵ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې له درېيو ولايتونو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۵۳
Background image

بلخ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشريف ښار په رحيمي کمپ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS