هلمند؛ امید برومند لوبډله د مرکز لښکرګاه د فوټبال سیالیو اتله شوه
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کم عمره ځوانانو له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي امید برومند لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، پایلوبې ته یې انصاري او امید برومند لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې امید برومند لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د کم عمره ځوانانو هڅول او همدارنګه د غوره استعدادونو موندل وو.
