هرات کې د ۳۰ موټر ځغلوونکو ترمنځ د موټر ځغلونې نندارې وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د هرات موټر ځغلونې لوبډلې له لوري د ياد ولايت په تخت سفر لوبغالي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په دريفت برخه کې د ورزشي مسوولينو، د ملکي او نظامي مقاماتو او د مينوالو په شتون کې د موټر ځغلونې نندارې وشوې.
د يادو نندارو موخه د موټر ځغلونې ورزش ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
