هرات کې د پامیر غرختنې لوبډله د قلل سنګ سیاه غرونو ته وختله
 
              هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د پامیر غرختنې ۱۷ کسیزه لوبډله د قلل سنګ سیاه غرونو ته وختله.
یاده لوبډله د قلل سنګ سیاه غرونو ۱۳۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختنې فرهنګ دودول او د ګرځندویانو د اوونۍ نمانځل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
