هرات کې د ٦٠ ورزش کارانو ترمنځ د ویلچر باسکټبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۲۱:۳۷
هرات کې د ٦٠ ورزش کارانو ترمنځ د ویلچر باسکټبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ویلچر باسکټبال فدراسیون د استازولي له لوري د سره صلیب په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، بلخ، بدخشان، کابل، پروان او هرات ولایتونو ورزش کارانو ګډون کړی دی چې ملي لوبډلې ته د ورتګ لپاره به څلور ورځې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.

د یادو سیالیو لومړنۍ لوبه د کابل او بدخشان ترمنځ ترسره شوه، چې د ۵۸/۳۵ نمرو په توپیر د کابل لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د يادو سياليو موخه د معلولو ورزش کارانو هڅول، د هغوی د وړتیاوو د ښودل او ملي لوبډلې ته ټاکل ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS