هرات کې د ووشو فدراسیون ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نندارې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۹:۳۴
هرات کې د ووشو فدراسیون ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نندارې ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ووشو فدراسیون د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نندارې ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

یادې نندارې د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون او د هرات ووشو فدراسیون د استازولۍ د وروستیو لاسته راوړنو او د یاد ریاست رییس مفتي عبدالرحیم رحماني د کړنو د نمانځلو په موخه ترسره شوې.

د یادونې وړ ده، چې د دغو نندارو په جریان کې په یاد ولایت کې د افغانستان د سنتي کونګ فو شائولین انجمن مرکزي دفتر د هېواد د ووشو ملي فدراسیون تر چتر لاندې پرانیستل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS