هرات کې د فول رزم منتخبې سيالۍ تر سره شوې
په هرات ولايت کې د فول رزم فدراسيون له لورې د فول رزم منتخبې لوبډلې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې په زرمندګان ورزشي ټولنه کې ترسره شوې د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې د څلور ورزشي کلپونو ٦٠ ورزشکاران د يو بل پر وړاندې سره ولوبېدل.
د دغو سياليو په پايله کې په ملي لوبو کې د ګډون په منظور ١٠تنه غوره شول.
په پاى کې مقام ګټونکو ورزشکارانو ته حکمونه او مډالونه ورکړل شول.
