هرات کې د سوک وهنې خزاني جام سيالۍ د ۲۶ سوک وهونکو په ټاکلو پای ته ورسېدې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۱۱۰ سوک وهونکو ترمنځ د ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د سوک وهنې خزاني جام سيالۍ د ۲۶ سوک وهونکو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۶ سوک وهونکي د هرات ولایتي سیالیو ته وټاکل شول او موخه د نويو استعدادونو موندل او ولايتي سياليو ته د سوک وهونکو چمتوالی و.
