هرات؛ په پل پشتو سيمه کې موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۳۰ - ۱۹:۳۶
هرات؛ په پل پشتو سيمه کې موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتو سيمه کې له ۳۰ زياتو ورزشکارانو د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره کړې.

د دغو ورزشي نندارو ليدو ته د المپيک‌ بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رييس سيد نبي الله سادات، ورسره پلاوي، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

د‌المپيک‌ بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق د يادو ورزشکارانو ورزشي نندارې مثبت و ارزولې او دوی ته يې د‌ لا زياتو برياوو هيله څرګنده کړه.

هېره دې نه وي چې دغه‌ ورزشي نندارې په‌ داسې کې ترسره کېږي چې، په‌ دغه ولايت کې به نن د هيواد په کچه د اس ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ هم پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS