هرات؛ لوی شين ډنډ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويمه درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له د ياد ولايت په لوی شين ډنډ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويمه درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې طوفان سبزوا ب لوبډلې لومړی او خورشید لوبډلې دویم مقام خپل کړ او دواړو لوبډلو د لومړي درجه ليګ سياليو ته لاره پيدا کړه.
