نیمروز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۹:۵۴
نیمروز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۱۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۱۱
Background image

کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۹
Background image

دایکندی؛ مسابقات پرتاب سنگ با اشتراک ۲۸ ورزشکار در ولسوالی کیتی برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی پرتاب سنگ از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان بیست‌و هشت ورزشکار از کتگوری سنی جوانان برای مدت یک روز در ولسوالی کیتی این ولایت دایر گردید. . .

BACK TO NEWS