نیمروز؛ مرکز زرنج کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د څوارلسو کلنو د فوټسال لیګ پيل شو

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د څوارلسو کلنو د فوټسال لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې انصاري لوبډلې خپلې سیالې میوند لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.