نورستان ؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۲۳
نورستان ؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د (ځوانانو د یووالي) جام په نوم د ټېپ بال کرکټ لس اوریزه سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د واما ځوانانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې سیالې کنړ لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې کنړ لوبډلې یاد هدف په لسم اور کې پوره کړ او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرکټ ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او له نشه یي توکو د ځوانانو لېرې‌والی دی، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS