نورستان؛ مرکز پارون کې د برګمټال ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۱۳
نورستان؛ مرکز پارون کې د برګمټال ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د برګمټال ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بدينشا لوبډلې خپلې سيالې بدموک اتلانو لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ جمعيت لېسه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د جمعيت لېسې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۴
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۰
Background image

کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS