نورستان؛ برګمټال ولسوالۍ کې د ۱۰ آس ځغلوونکو ترمنځ د آس ځغلونې سيالۍ وشوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د آس ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د ۱۰ آس ځغلوونکو ترمنځ د آس ځغلونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې عبدالرحمن د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، شېرالله دويم او احسان الحق درېيم مقام خپل کړ.
