ننگرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې.
يادې سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې چمتو شوې وې، په پايله کې ۱۵۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې گټونکو پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.