ننگرهار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د شگې اتلانو جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۲:۳۴
ننگرهار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د شگې اتلانو جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاټر او يووالي په موخه د شگې اتلانو جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې د شگې سپين غر لوبډلې خپلې سيالې زوړ کلي لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ویلو ده، چې دغه سيالۍ به يوه اونۍ دوام وکړي او په پای کې به اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS