ننگرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فرما ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۴۹
ننگرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فرما ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فرما ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې د جواد اکرم، الزمان گروپ، عمر عباس، خان روغتون، سینمیکس سټار، مایر واریز، هارون ځاځي، اوریا صحت، مون برايټ او محمد عالي اصفي لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د جواد اکرم او خان روغتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، جواد اکرم لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې خان روغتون لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۹۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS