ننگرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کريکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۱۰ - ۲۲:۶
ننگرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کريکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا له نظام څخه د ملاټر په موخه ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د جعفر سعادت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د جعفر سعادت او صفدر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، صفدر سټار لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې جعفر سعادت لوبډلې ياد هدف په شپږم اورو کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده بايسکل او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS