ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۱۲
ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سیالیو کې د ښيوې، پامير منديزي، برادران، شينوارو غني خېل، رودات او ازادۍ لوبډلو گډون کړی وو، چې په لومړۍ لوبه کې ښيوې لوبډلې خپلې سيالې برادران لوبډلې ته د ۳ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی دی، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS