ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۷
ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د زم زم شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د ټېب بال کرېکټ سيالۍ د اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اگام خصوصي ښوونځي او عمرزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عمرزي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپير يې اتلولي وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله تاجکستان ته روانه شوه

د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې، د لوبڅارۍ یو او دوه ستورو روزنیزه دوره کې او د اسیایي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبري غړو، هېواد ته د تازه راستون شوي د ورزش مشهورې او پیژندل شوې. . .

BACK TO NEWS