ننگرهار؛ په کامه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په کامه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د مراد علي او عبدالرحیمزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مراد علي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په درېیو میدانونو ماتې ورکړه او بریا یې خپل کړه.
په دغو سیالیو کې مومند، عبدالرحیمزی، کامې اتلانو، مراد علي، انوري او یاسینې لوبډلو ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او موخه یې له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو تشویق یاد شوی دی.
