ننگرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۳:۱۱
ننگرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همغږۍ د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شامل لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شامل او شگې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شامل لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف کېښود، شگې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۴ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو اتلې لوبډلې ته به يو عراده سپورټي بايسکل د انعام په توگه ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې له کابل، خوست، لوګر او پکتیا څخه د ١٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو پار فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۰
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په عليشنگ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ د حاجي جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت بلخ ولسوالۍ کې آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت بلخ ولسوالۍ کې آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

BACK TO NEWS