ننگرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۵:۷
ننگرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو ترمنځ د زده کوونکو د هڅولو او د علم ترويج په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د غازي افضل خان، برې لنډۍ، نازيان، کوزې لنډۍ، سروبي او زراعت ښوونځيو لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د نازيان او برې لنډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نازيان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې برې لنډۍ لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS