ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د همېشه بهار سلام خېل په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د حصارک لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د حصارک او سلام خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، حصارک لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف کېښود، سلام خېل لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۱۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزشکارانو ترمنځ يووالی او له ااا نظام څخه ملاتړ ياد شوی، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.