ننگرهار؛ هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۲
ننگرهار؛ هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مدثر آرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د مدثر آرمان او سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سادات لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل مدثر آرمان لوبډلې ياد هدف د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپير يې اتلولي وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ااا له نظام څخه ملاتړ و او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS