ننگرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۲
ننگرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د سپين غر ولسوالۍ په مامند سور قمر لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سور قمر لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سور قمر لېسې او مامند اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سور قمر لېسې لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف ورکړ، په مقابل کې مامند اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۴ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ وکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په الچينو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د قطر بلاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په آريق باطر کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د نقرې مډال لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

د ووشو افغان ورزشکار محمد جعفر سلطاني د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې پرلپسې یمني او عربستاني سیالانو ته ماته ورکړه او نن د نقرې په مډال له ایراني سیال سره سیالي لري.

محمد جعفر. . .

BACK TO NEWS