ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د اتلولۍ جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۲۰:۲۷
ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د اتلولۍ جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او د ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د روداتو ولسوالۍ اړوند بانډې جلگه سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د "اتلولۍ جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ ۶م پړاو سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د سلام او وحدت لوبډلو ترمنځ وشوه، سلام لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف کېښود، وحدت لوبډلې په ځواب کې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي شوې او. . .

BACK TO NEWS