ننگرهار؛ خراسان پوهنتون لوبډلې هېواد امن دی په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۵:۳۹
ننگرهار؛ خراسان پوهنتون لوبډلې هېواد امن دی په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالې کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د تورې بورې تاريخي سيمې پېژندلو په موخه هېواد امن دی په نوم د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې چپرهار ولسوالۍ لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۷:۲۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۵۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې او ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۵۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۶:۲۹
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۷
Background image

خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په پنزايي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د ډېنجر لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS